Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
د مسلمانانو وړومبے خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زه په بارګاهِ رسالت کښې حاضر ووم، په دې کښې يو کَس راغلو او حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته يـې سلام عرض کړو. خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سلام جواب ارشاد اوفرمائيلو. ما ليدل چې د هغه کَس د ليدلو سره د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مخ مبارک باندې خوشحالي وه، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ځان سره خوا ته کښينولو. څه وخت پس هغه کس اجازت واخستو او لاړو. د هغې نه پس د غيبو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے ابو بکر! دا هغه کَس دے د چا چې هره ورځ يوه داسې نيکي د آسمان په لور اوچتولے شي کومه چې د ټولې زمکې والؤ د نيکو په مِثل ده. ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د دې څه وجه ده؟ اوئې فرمائيل: دا کَس روزانه په ما باندې داسې درود لولي کوم چې د ټول مخلوق برابر شي. ما پوښتنه اوکړه: هغه کوم يو درودِ پاک دے؟ اوئې فرمائيل: دا کَس داسې درودِ پاک لولي:
اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰى مُحَمَّدِنِ النَّبِيِّ عَدَدَ مَنْ صَلّٰى عَلَيْهِ مِنْ خَلْقِكَ، وَصَلِّ عَلٰى مُحَمَّدِنِ النَّبِيِّ كَمَا يَنْبَغِىْ لَنَا اَنْ نُّصَلِّيَ عَلَيْهِ وَصَلِّ عَلٰى مُحَمَّدِنِ النَّبِيِّ كَمَا اَمَرْتَنَا اَنْ نُّصَلِّيَ عَلَيْهِ
ترجمه: اے الله پاکه! په آخري نبي مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د مخلوق د درودونو برابر