Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

د ښې خاتمې فِکر

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په  اعلیٰ صفتونو کښې يو اهم صفت دا هم دے چې هغوئي به د ښې خاتمې د پاره ډير فِکر مند اوسيدلو. د هغوئي شهزادګئ يعنې د مسلمانانو خوږه مور جانه، صِدِّيقه بنتِ صِدِّيق حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: زما والد محترم به سحر او ماښام دا دعا کوله: اَللّٰهُمَّ اجْعَلْ خَيْرَ عُمْرِي آخِرَهُ وَخَيْرَ عَمَلِيْ خَوَاتِمَهُ وَخَيْرَ اَيَّامِيْ يَوْمَ اَلْقَاكَ اے الله پاکه زما آخري عمر د ژوند د ټولو نه بهترينه حصه جوړه کړې، زما آخري اعمال د ټولو نه بهترين اعمال جوړ کړې او زما په ورځو کښې د ټولو نه بهترينه ورځ هغه جوړه کړې، په کومه ورځ چې به ستا په حُضُور کښې حاضريږم .

د هغوئي په خدمت کښې عرض اوکړے شو: اے صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ! تاسو خو صحابئ رسول يئ، يارِ غارِ مصطفٰے [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] يئ، تاسو دا دعا ولې کوئ؟ اوئې فرمائيل: بعضې وخت انسان ټول ژوند د جنتيانو والا کارونه کوي خو د هغه خاتمه د دوزخيانو په عمل باندې اوشي او بعضې وخت داسې اوشي چې انسان ټول ژوند د دوزخيانو والا کارونه کوي خو د هغه خاتمه د جنّتيانو په عمل باندې اوشي. ([1])

اے عاشقانِ رَسُول! څومره د عبرت خبره ده...!! زمونږه دا وخت حالت څه دے؟ د دې په خپل ځائے يو اهميت دے خو زيات اهم دا دي چې په خپل آخري عمر، په خپل آخري وخت کښې به زمونږ حالت څه وي؟ * مونږه نن نـمونځ ګزاره يو، ډيره ښه خبره ده خو ډير ضروري دا دي چې مونږه د دنيا نه د رخصتيدو په وخت هم نـمونځ ګزاره يو *که چرې مونږه نن نيکان يو نو ډيره ښه خبره ده، خو ضروري دا دي چې په آخري وخت


 

 



[1]... کنزالعمال، کتاب الایمان، الباب الاول، الفصل السابع، جلد:1، جز:1، صفحہ:176، حدیث:1537 ۔