Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
او عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْها ته د بدو ردو وئيلو انجام) اووايه! بيا تا ته بيرته واپس دې وور ته راتلل دي. دا يـې چې اووئيل نو د هغه نه ساه ووتله او راپريوتو او بيا مړ شو. ([1])
اَلاَمَانُ وَالـحَفِيظ...!! اے عاشقانِ رَسُول! دا څه [د ځانه جوړے کړے شوې] قيصې نه دي، امام ابن ابي الدنيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي مُحَدِّث دے، هغوئي باقاعده د سند سره دا واقعه ليکلې ده. په دې باندې غور اوکړئ! څومره د عبرت خبره ده! بے شکه زما د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان رښتونے دے چې د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره بغض لرونکے که د اوياؤ [70] نبيانو برابر نيکئ هم راوړي، بيا به هم جنّت ته نه ځي.
الله پاک دې مونږه ټول د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو د بغض نه محفوظ اوساتي. مونږه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! عاشقانِ صحابۀ او اهلِ بيت يو، ټول صحابه کرام او ټول اهلِ بيت زمونږه د سر ګلونه دي، زمونږه د زړونو قرار دي، الله پاک دې، دې ايماني محبت ته هميش والے عطا کړي، کاش چې د دې محبت سره ژوند، د دې محبت سره مرګ، د دې محبت سره قبر ته کوزيدل او د قيامت په ورځ راپاڅيدل رانصيب شي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
جینا مرنا اُن کی اُلفت میں ہو یارَبّ اور ہو قُرب جنّت میں عطا اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا ([2])
د صِدِّيقِ اکبر په خپلو غلامانو باندې شفقت
د صحابئ رسول، حضرت اَنَس بنِ مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د معراج په شپه چې کله زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د آسمانونو د سيل کولو او د الله پاک د ديدار د پاره تشريف يوړلو، هغه شپه حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام