Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

شاملولے کيږي، ملک او بیرونِ ملک کښې کيدونکو د دعوتِ اسلامی د دینی کارونو اپډیټس (Update) هُم ملاويږي، دعوتِ اسلامي څنګه مخ په وړاندې ترقي کوي، دا هُم مونږ ته په مدني مذاکره کښې پته لګي، تاسو هم په مدني مذاکره کښې شرکت اوکړئ او ډيرې نيکئ اوګټئ! راځئ چې د ترغيب د پاره د مدني مذاکرې يو مدني سپرلے واورو:

ماشومان هم نـمونځ ګزاره جوړ شو

د تَله ګنګ تحصيل (ضلع چکوال، صوبه پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے چې: مخکښې زه په معاشره کښې ډير بے لارې انسان ووم. سګريټ، چرس، شراب څه چې به هم ميلاويدل هغه به مې څښل، يو ځل په ما باندې کرم اوشو او ما د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې نيول شروع کړې، هره ورځ راته په مدني چينل باندې مدني مذاکره کتل هم نصيب کيده، د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حِکمت نه ډکو خبرو زما په زړه داسې اثر اوکړو چې په ژوند کښې مې انقلاب راغلے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ما د ګناهونو نه رښتونې توبه کړه او ګيره مې پريښودله، پينځه واړه نـمونځونه مې په جومات کښې د جَمعې سره ادا کول شروع کړل، زه يـې چې په نـمونځونو اوليدم نو زما ځوي چې عمر يـې 12 کاله دے او زما لور چې عمر يـې 10 کاله دے هغوئي هم نـمونځونه شروع کړل. ځوي خو مې د جَمعې سره د نـمونځ ادا کولو د پاره زما سره جومات ته هُم ځي. ([1])

مدنی مذاکرہ ہے شریعت کا خزینہ                                                             اخلاق کا تہذیب کا طریقت کا خزینہ

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... فیضان مدنی مذاکرہ، صفحہ:72۔