Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

مَدَني چينل (Madani Channel)

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجئ په ذريعه هم په مختلف انداز کښې د نيکئ دعوت عام کولو کښې مصروف دے، دې لړ کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ د عاشقانِ رسول د آسانئ د پاره يو ډير ښکلے او فائده مند موبائل ايپلي کيشن د مَدَني چينل (Madani Channel) په نوم جوړ کړے دے * د دې ايپلي کيشن په ذريعه تاسو د مَدَني چينل مختصر تعارف او په مَدَني چينل د نشر کيدونکو پروګرامونو شيډول معلومولے شئ * د دې ايپلي کيشن په ذريعه په مَدَني چينل باندې چليدونکي د مفتيانِ کرامو او مبلغينو ډير ښکلي معلوماتي پروګرامونه کتلے کيدے او اوريدلے کيدے شي * د دې ايپلي کيشن غټ حاصيت دا دے چې په دې کښې د اُردو سره سره په انګلش او بنګله ژبه کښې هم د عِلمِ دين فيضان عام کولے شي او * په دې ايپلي کيشن کښې د مَدَني چينل لائيو ويډيو سټريمنګ (live video streaming) کتلو سره سره د ريډيو فيچر په ذريعه آډيو هم اوريدلے شئ * په ريډيو چينل باندې * د قرآن پاک تلاوت * د قرآنِ پاک ترجمه * مَدَني مذاکره * فرض علوم * نعتونه او * اسلامي بيانونه وغيره هم اوريدلے کيدے شي.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان په آخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِیَ  فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت اوکړو هغه