Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

کول، په زړۀ کښې د هغوئي په باره کښې خِيرے ساتل د سخت نقصان کار دے.

فرښتو په هغوئي باندې لعنت وئيلو

امام اِبنِ ابي الدُّنيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه هم وړاندې بزرګ تير شوے دے، په عِلمِ حديث کښې د هغوئي ډير لوئے نوم دے. هغوئي ليکي: په مدائِن کښې يو کَس وفات شو، کور والؤ په مړي باندې کپړه واچوله (او د غسل او کفن وغيره تياريانې يـې شروع کړې)، د کور کوم خلق چې د مړي په خوا کښې ناست وو، هغوئي وائي چې مونږ اوليدل چې ناڅاپه کپړه اوخوزيدله او د مړي مخ ښکاره شو، بيا هغه کَس کوم چې وفات شوے وو، هغه خبرې اوکړې او اوئې وئيل: د مدائِن په جومات کښې څه خلق دي، کوم چې حضرت ابو بکر او عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما ته ردې بدې وائي، هغه فرښتې کومې چې زما د رُوح قبض کولو د پاره راغلې دي، هغه په هغه خلقو باندې لعنت وائي. بيا هغه دوه ځله اَسْتَغْفِرُ اللہ! اَسْتَغْفِرُ اللہ! اولوستله او بيا د مرګ په خوب اوده شو.

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د لعنت مطلب دے: د الله پاک د رحمت نه لرې وَتل او محرومي...!! دلته غور اوکړئ! په کوم کَس چې فرښتې لعنت وائي، د هغه کَس به څه حيثيت وي؟ څه حالت به يـې وي؟ څنګه به د هغه مشکلات آسان شي؟ څنګه به هغه د کاميابو په لور لاړ شي؟ بيا غټه خبره دا چې په چا فرښتې لعنت وائي، که هغه بغير د توبه کولو د دنيا نه لاړ شي نو په قبر کښې، په حشر کښې، په پل صراط باندې به د هغه سره څه کيږي...!!

اِلٰہی! رحم فرما! خادِمِ صِدِّیقِ اکبر ہوں

تری   رحمت   کے   صدقے،   واسطہ   صِدِّیقِ   اکبر   کا([1])


 

 



[1]... ذوقِ نعت، صفحہ:76۔