Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

اوکړو: آيا د الله پاک سره زما دومره قدر دے؟ اوئې فرمائيل! آو! بلکې د دې نه هم زيات دے. (اے ابو بکر!) په هغه ذات مې دې قسم وي چا چې زه رښتونے نبي جوړ کړے راليږلے يم! ستا سره بُغض او حسد  لرونکے که د اوياؤ [70] نبيانو د نيکو برابر نيکئ راوړي نو هُم هيڅکله به جنّت ته لاړ نشي. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ...!! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د الله پاک هم خوښ دے، د الله پاک د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم خوښ دے او د رَبِّ قدير په بارګاه کښې د هغوئي دا مقام دے چې هغوئي تږي شي نو د جنّتي وَلو [نهرونو] مخ د دنيا په لور کړے شي.

بہتری جس پہ کرے فخر وہ بہتر صِدِّیق                                       سروری جس پہ کرے ناز وہ سروَر صِدِّیق

سارے اَصْحابِ نبی تارے ہیں اُمَّت کے لیے                                         ان ستاروں میں بنے مہرِ مُنَوَّر صِدِّیق([2])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې ايمان تازه کوونکي روايت نه مونږ ته دا سبق هم ميلاويږي چې زما او ستاسو خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څه اوفرمائيل؟ اے ابو بکر! ستا سره بغض او حسد لرونکے اګرچه د اوياؤ [70] نبيانو د نيکو برابر نيکئ راوړي نو بيا به هم جنّت ته لاړ نشي.

اَللہُ اَکْبَر! څومره د عبرت خبره ده...!! صرف د يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام  د نيکو برابرې نيکئ هم د چا نشي کيدے نو د اوياؤ نبيانو د نيکو برابر نيکئ څنګه کيدے شي، نبي آخر نبي وي، د هغوئي برابر نيک اعمال به څوک څنګه اوکړے شي، زمونږ په شان ګنهګاران خو پريږدئ، د لويو لويو اوليائے کرامو نيکئ هم د نبيانو د نيکو برابر نشي کيدے ...!! خو د عبرت خبرې ته اوګورئ! چې بالفرض که څوک دومره نيکئ هم


 

 



[1]... تاریخِ مدینہ دمشق،  جلد:30، صفحہ:150۔

[2]... دیوانِ سالک، صفحہ:69 ملتقطًا۔