Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
درې ورځې په غارِ ثور کښې قيام اوفرمائيلو، په دغه دريو ورځو کښې صرف يو شخصيت حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغوئي سره وو. علماء فرمائي: حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته چې د خدمت دا کومه موقع ميلاو شوې وه، دا داسې سعادت دے چې د بل يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام کوم صحابي ته نه دے نصيب شوے. ([1])
جو یارِ غار ِ محبوبِ خدا صِدِّیقِ اَکبر ہیں وُہی یارِ مزارِ مصطفےٰ صِدِّیقِ اکبر ہیں([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په غارِ ثور کښې د قيام په وخت بعضې عجيبه واقعات هم پيښ شوي وو. د سُلطَانُ المُفَسِّرِين حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې په دغه قيام کښې يو وخت حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سخت تږے شو، هغوئي په بارګاهِ رسالت کښې عرض اوکړو. رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: غار ته دننه لاړ شه! (هلته به اوبه موجودې وي)، لاړ شه! اوئې څښه! حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پاڅيدلو او غار ته دننه لاړو. هلته هغوئي ته اوبه ميلاو شوې، کومې چې د شاتو نه خوږې، د پئيو نه زياتې سپينې او د مشکو نه زياتې خوشبوداره وې. حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوبه اوڅښلې او واپس راغلو. سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے ابو بکر! زه تاسو ته د خوشحالئ يوه خبره اوکړم؟ عرض يـې اوکړو: زما مور پلار دې په تاسو باندې قربان شي، ولې نه (ضرور يـې ارشاد کړئ)! هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الله پاک د جنّت په وَلو [نهرونو] باندې مقررو فرښتو ته اوفرمائيل چې هغوئي دې د جنُت الفردوس يوه وَله [نِهر] د غار دننه اوباسي د پاره د دې چې ابو بکر ترينه اوبه اوڅښي.
دا زيرے يـې چې واوريدو نو حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په حيرانتيا سره عرض