Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
د مسلمانانو وړومبے خليفه حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما د قرآنِ کريم درې آيتونه هميشه په نظر کښې ساتلي دي:
وړومبے آيت:
وَ اِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَۚ-وَ اِنْ یُّرِدْكَ بِخَیْرٍ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهٖؕ- (پارہ:11،یُوْنُس:107)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او که الله تا ته څه تکليف در اورسوي نو د هغه نه سِـوا هيڅ څوک تکليف لرې کوونکے نشته، او که هغه تا سره د خير اراده اُوفرمائي نو د هغه فضل رد کوونکے هيڅ څوك نشته،
حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د دې آيت نه ما ته پته اولګيده چې که الله پاک زما سره د خير معامله فرمائيل اوغواړي نو د هغه نه علاوه به هغه خير څوک هم ايسار نکړے شي، او که د هغه په حکم کښې زما د پاره تکليف ليکلے شوے دے نو هغه به هم د هغه نه علاوه څوک ايسار نکړے شي.
دويم آيت: الله پاک فرمائي:
فَاذْكُرُوْنِیْۤ اَذْكُرْكُمْ (پارہ:2،اَلْبَقَرَہ:152)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:: نو تاسو ما ياد کړئ، زه به تاسو ياد کړم
هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: کله چې ما دا آيت اولوستو نو ما د الله پاک نه علاوه د هر څيز ياد پريښودو او هم د هغه ذِکر مې شروع کړو.
دريم آيت: د الله پاک ارشاد دے:
وَ مَا مِنْ دَآبَّةٍ فِی الْاَرْضِ اِلَّا عَلَى اللّٰهِ رِزْقُهَا (پارہ:12،ہُود:6)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او په زمکه ګرځيدونکے یو ساه لرونکے هُم داسې نشته چې د هغه رزق د الله په ذِمّۀ کرم نه وي.
هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د کله نه چې ما دا آيت لوستلے دے نو په خدائے مې دې