Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
روايت دے: اَبُو خَصِيب نومې يو کَس وو، کوم چې به کفنونه تقسيمول، کله به چې هم هغه خبر شو چې په فلانکي ځائے کښې مړے شوے دے او د کور والا يـې د کفن اخستو وَس نه لري نو دې کَس به د کفن اهتمام کولو. يوه ورځ د هغه خوا له يو کَس راغے او اوئې وئيل: په فلانکي ځائے کښې مړے شوے دے، اَبُو خَصيب فوراً يو کَس د ځان سره کړو او د مړي کور ته اورسيدو.
اَبُو خَصيب وائي: ما اوليدل چې هلته خلق راجمع شوي دي، په مينځ کښې يـې مړے پروت دے، او د هغه په خيټه باندې خښته کيښودے شوې ده [پخوا دَور کښې به د بعضو مړو په خيټه د دې د پاره وزن کيښودلے شو چې خيټه ئې اُونه پړسيږي]، خلقو د وفات شوي [کَس] ډير تعريفونه اوکړل او د هغه د نيکو اعمالو په باره کښې يـې راته اووئيل، ما هغوئي ته اووئيل: تاسو ده له غسل ولې نه ورکوئ؟ هغوئي اووئيل: زمونږ سره کفن نشته. فرمائي: ما فوراً خپل ملګرے د کفن اخستو د پاره اوليږو، (يو کَس مې د قبر د تيارولو په کار اولګوو، کور والؤ د غسل د پاره اوبه ګرمول شروع کړې) او زه د مړي په خوا کښې کښيناستم، مونږ لا اوس ناست وو چې ناڅاپه مړے اوخوزيدو، د هغه په خيټه باندې کيښودے شوې خښته هم اوغورځيدله او هغه راپاڅيدو او کښيناستو. بيا هغه په تيز آواز اووئيل: هئ! وور...!! هئ! وور...!! ما ورته اووئيل: لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ لوله! مړي اووئيل: آه! ما له به دا هيڅ فائده رانکړي...!! الله پاک دې د کوفې په اوسيدونکي بوډا باندې لعنت را اوروي، هغه زه بے لارې کړم، د هغه په وينا باندې به ما حضرت ابو بکر او عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْها ته کنځلې کولې.
په يو روايت کښې دي: هغه مړي اووئيل: زه د وور په لور بوتللے شوم، ما ته زما ځائے اوښودلے شو، بيا اووئيلے شول: واپس لاړ شه! خلقو ته خپل ځائے (يعنې ابو بکر