Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
مومن ہے تو کرتا ہے فقیری میں بھی شاہی
داسې خلق په دنيا کښې وي کوم چې په ظاهره ډير اهم نه ښکاري خو په زړونو باندې راج کوي، چې دوئي د دعا د پاره لاس اوچت کړي نو د زمانې حالت بدلوي. د دوئي د خُلې نه وتلے يو لفظ د لکونو زړونو ژوند جوړيږي، د زرګاؤ قسمتونه ښه کوي. دا هغه وي کوم چې په فقيرئ کښې هم بادشاهي کوي. د داسې باکماله جوړيدو د پاره وړومبے سبق هم دا دے چې د ټولو نه کټ کيدل او د رَبّ جوړيدل! صوفيائے کرام فرمائي: مَنْ لَہُ الْمَوْلٰی فَلَہُ الْکُلُّ يعنې څوک چې د خپل مولیٰ شو، هر څه د هغه شي. ([1])
لہٰذا مونږ له هم پکار دي چې د ټولو نه کټ شو (يعنې د زړۀ نه د دنيا، مال او دولت محبت اوباسو) او صرف د خپل رَبّ شو، د دې په برکت به مو دنيا هم ښه شي او آخرت به مو هم ښۀ شي.
د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دويم ښکلے صفت دے: تَفوِيض يعنې هغوئي دا پوخ ذهن جوړ کړے وو چې ما ته کوم شر يا خير رارسي، هغه هم د الله پاک له طرفه دے، هم د هغه په حکم باندې دے، ځکه به يـې خپل ټول معاملات هم الله پاک ته سپارل، هُم د هغه نه به يـې طمع لرله، هُم د هغه په در به يـې نظر وو او هم د هغه په رضا به راضي اوسيدلو.
دا هم ډير اهم صفت دے، که مونږه په ژوند کښې سکون غواړو نو مونږ له هم دا صفت اختيارول پکار دي.
ياد ساتئ! په دې دنيا کښې د الله پاک قدرت نافِذ دے، د هغه د خوښې نه بغير يوه