Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
پاڼه هم نه خوزي، الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ هُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهٖؕ- (پارہ:7،اَلْاَنْعام:18)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او هُم هغه په خپلو بندګانو غالِب دے.
حضرت بِشر حافي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وَلِـیُّ الله دے. يو ځل هغوئي بيمار شولو، يو کَس د تپوس د پاره حاضر شو، د سلام دعا کولو نه پس يـې د هغه نه پوښتنه اوکړه: محترمه! طبيعت مو څنګه دے.
د اوليائے کرامو شان خو دا وي چې په هر حال کښې د الله پاک شکر ادا کوي، کله هم ګيله شکايت نه کوي خو دلته معامله لږه مختلفه شوه. هغه کَس د طبيعت پوښتنه اوکړه، بِشر حافي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلې بيمارئ تفصيل بيانول شروع کړو (مثلاً مخکښې مې زکام شو، بيا مې د سر درد شروع شو، بيا مې تبه هم شوه، وړومبے ما د فلانکي حکيم نه دوائي واخسته، بيا مې د فلانکي نه واخسته، فلانکے فلانکے علاج مې اوکړو وغيره داسې هغوئي اوږد تفصيل شروع کړو). په خوا کښې يو کَس حاضر وو، هغه په ادب سره عرض اوکړو: محترمه! آيا دا ګيله نه ده؟ هغوئي ډير ښکلے جواب ورکړو، اوئې فرمائيل: نۀ...!! زه ګيله نه کووم، زه خو دا وايم چې د الله پاک قدرت په ما باندې څومره نافِذ دے، زما هيڅ خواهش، زما هيڅ تدبير اثر نه کوي، کله چې الله پاک اوغوښتل نو زه بيمار شوم، چې کله هغه اوغواړي، نو شفا به راکړي. ([1])
دا دے د الله پاک قدرت...!! د هٰغه رَبِّ کريم قدرت او د هغه مشيت په مونږ باندې نافِذ دے، لہٰذا څه چې هغه غواړي، هم هغه کيږي، مونږ له پکار دي چې وارخطا کيږو نه، ويريږو نه، بس! د هغه په رضا باندې راضي اوسو او خپل ټول معاملات هغه رَبِّ قادِر