Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

د غور و فکر د پاره سورۀ عَصر کافي دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! سورۀ وَ العَصر په ظاهره مختصر شان سورت دے خو په دې کښې چې کوم مضامين بيان شوي دي او مونږ ته کوم سبق راښودلے شوے دے، هغه داسې کمال او بے مثاله دے چې که انسان دا يو نصيحت هم په ښه طريقه اختيار کړي نو د دنيا او د آخرت د کاميابئ د پاره کافي دے. د خپل وخت ډير لوئي امام حضرت امام محمد بن ادريس شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که خلق په دې يو سورت (يعنې سورۀ وَ العَصر) غور و فکر اوکړي نو د هغوئي د پاره هم دا کافي دے. ([1]) هُم د هغوئي يو بَل فرمان دے چې که الله پاک د سورۀ وَ العَصر نه علاوه بَل يو دليل هم نه وے نازل کړے، نو بيا به هم دا نصيحت (د دنيا او آخرت د پاره) کافي شوے وو. ([2])

اَللہُ اَکْبَر! اندازه اولګوئ! د قرآنِ کريم صرف په دريو آيتونو، صرف په 14 الفاظو کښې څومره د کمال نصيحت بيان کړے شوے دے چې که مونږ صرف بس دا يو نصيحت هم اختيار کړو، په دې باندې غور و فِکر اوکړو نو زمونږه دنيا هم ښه کيدے شي او آخرت هم ښۀ کيدے شي.

د دوو صحابۀ کرامو ښکلے انداز

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې نه د سورۀ وَ العَصر د اهميت اندازه اولګوئ! واقعي ده چې دا مبارک سورت داسې دے چې دا ياد ساتل، په دې کښې چې کوم نصيحت شوے دے، په هغې باندې عمل کول او دا مبارک سورت بيا بيا لوستل، د پاره د


 

 



[1]... تفسیر ابنِ کثیر، پارہ:30، سورۂ عصر، جلد:4، صفحہ:790۔

[2]... تفسیر الامام الشافعی، پارہ:30، سورۂ عصر، جز:3، صفحہ:1461۔