Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

مثالي او د ټولو نه معياري زمانه زمونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري ژوند مبارک زمانه، بيا د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان دور، بيا د تابعينو او تبع تابعينو دور مبارک دے، ځکه مونږ له پکار دي چې هم دغه زمانې خپل معيار جوړ کړو، مثلاً د دغه زمانو تاريخ لولو، د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سيرت لولو، بيا د هغې مطابق خپل ژوند تيروو. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق رانصيب کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

د وَ العَصر يوه بَله معنیٰ

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! الله پاک فرمائيلي دي:

وَ الْعَصْرِۙ(۱) اِنَّ الْاِنْسَانَ لَفِیْ خُسْرٍۙ(۲) (پارہ:30، اَلْعَصْر:1-2)

 [مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: د زمانے قسم بيشکه انسان ضرور په خساره کښې دے.

د دې په تفسير کښې د امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو قول دا هم دے چې دلته د عصر نه مراد د عصر [يعنې مازديګر] وخت دے او د دې په قَسم ارشاد فرمائيلو الله پاک مونږ له خبردارے راکړے دے چې لکه څنګه د مازديګر وخت د ورځې آخري وخت دے، په دغه وخت کار روزګار کوونکي، په بازار کښې دکانداران خپل دکانونه رابندوي، بيا هغه وخت رانزدې کيږي چې که چا ټوله ورځ هيڅ هم نه وي ګټلي نو زر به هغه خپل کور ته لاړ شي، د هغه بال بچ، کور والا به د هغه خوا ته راجمع شي او د پيسو او خوراک وغيره غوښتنه به ترې کوي. بيا به دے د شرمندګئ سره مخ کيږي، هم داسې اے انسانه! دنيا د خپل عصر [يعنې مازديګر] په وخت باندې ده، قيامت رانزدې شوے دے، زر به مرګ خپل جال راخور کړي، ستا رُوح به قبض کړے شي، تۀ به تِيارۀ قبر ته کوز کړے شې، آه! ھغه نادانه څوک چې په غفلت کښې ژوند تيروي، هغه څومره په خساره کښې دے؟ څومره په نقصان کښې دے. آو! آو! زر، ډير زر به حشر قائم شي،