Book Name:Insan Khasary Mein Hai
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! چې زمونږ سره د خپل نقصان احساس نه وي نو دا خو ډيره لويه خساره ده او زياتره انسانان د دې نقصان سره مخ دي. زمونږ سره دا احساس قدرې نشته چې مونږه په ګناهونو او فضولياتو کښې مشغول يو او خپل څومره غټ نقصان کوو، د څومره عظيم جنّت نه د محرومئ او د څنګه وحشتناک عذاب حقدار جوړيږو. کاش! چې مونږ ته احساس اوشي، کاش چې مونږه د دې نقصان نه بچ کيدونکي جوړ شو...!!
د ټائِم مينجمنټ اهميت او تقاضې
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د دې خسارې او نقصان نه څنګه بچ کيدے شو؟ الله پاک اوفرمائيل:
اِنَّ الْاِنْسَانَ لَفِیْ خُسْرٍۙ(۲) اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ تَوَاصَوْا بِالْحَقِّ ﳔ وَ تَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ۠(۳) (پارہ:30،اَلْعَصْر:2-3)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: د زمانے قَسَم (۱) بيشکه انسان ضرور په خساره کښې دے (۲) خو هٰغه خلق چې ايمان ئې راوړو او ښه کارونه ئې اوکړل او يو بل ته ئې د حق تاکيد اوکړو او يو بل ته ئې د صبر وصيت اوکړو (۳)
دا درې کارونه دي: (1): چې بنده مؤمِن وي (2): په نيکو کارونو کښې مصروف اوسي (3): د حق او صبر تلقين کوونکے وي نو داسې کَس د نقصان نه بچ کيدے شي.
مونږ له پکار دي چې خپل ژوند په بهتره طريقه د تيرولو، د خپل وخت د صحيح استعمالولو د پاره خپل ژوند په شيډول کښې راولو، خپل جَدوَل جوړ کړو. ستاسو چې څنګه مصروفيات دي، په هغه لحاظ سره د خپل سهولت مطابق خپل ټائم ټيبل جوړ کړئ! بيا په دې دريو اړخونو د دې ټائم ټيبل جائزه واخلئ: (1): چې زمونږ په شيډول کښې هيڅ داسې څيز، هيڅ يو داسې کار شامل نه وي، کوم چې ايمان کمزورے کوي،