Book Name:Insan Khasary Mein Hai
فلانکي د فلانکي ځويه! د رَبّ تعالٰی په حُضُور کښې حاضر شه...!! آه! په دې غضبناک آواز به مونږ سرونه ټيټ کړو، ويريږو به، مخونه به پټوو خو په هٰغه ورځ څوک پټيدے شي...؟ فرښتې به مو په راښکلو د جبّار او قَهّار رَب جَلَّ جَلَالُه په حُضُور کښې پيش کړي، آه! ډير افسوس! په داسې وحشتناک منظر کښې به مونږ د خپل يو يو عمل حساب څنګه ورکوو؟ زمونږه اعمال نامه به زمونږ په لاسونو کښې راکړے شي، زمونږه د هر وړوکي نه وړوکے او د غټ نه غټ عمل به په اعمال نامه کښې درج وي، مجرمان به وائي:
یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُوْتَ كِتٰبِیَهْۚ(۲۵) وَ لَمْ اَدْرِ مَا حِسَابِیَهْۚ(۲۶) یٰلَیْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِیَةَۚ(۲۷) مَاۤ اَغْنٰى عَنِّیْ مَالِیَهْۚ(۲۸) هَلَكَ عَنِّیْ سُلْطٰنِیَهْۚ(۲۹) (پارہ:29،اَلْحَاقَّہْ:25 - 29)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: اے کاش چې ما ته زما اعمال نامه نه راکولے شوے (۲۵) او ما ته نه وے معلوم چې زما حساب څه دے (۲۶) اے کاش چې هغه د دُنيا مرګ (زما کار) ختموونکے شوے وے (۲۷) زما مال زما هيڅ په کار رانغلو (۲۸) زما ټول زور ختم شو (۲۹)
د قيامت په ورځ به څه جواب ورکوو؟
اے عاشقانِ رَسُول! غور اوکړئ! آيا په هغه ورځ به مونږه څنګه حساب ورکړے شو...؟ خو افسوس! مونږه نه ويريږو، سستي کوو، په غفلت کښې اخته اوسو، د مال او دولت په حرص، د دنيائي عهدو په طلب او د نفس او شيطان په دهوکه کښې راشو او آخرت هير کړو او په ګناهونو کښې اخته کيږو بلکې په ګناهونو باندې کلک ولاړ يو، د توبې نه تښتو، د خلقو نه شرميږو خو د رَبِّ رحمان جَلَّ جَلَالُه نه حيا نه کوو، د شپې په تيارۀ کښې، په بنده کمره کښې په پټه ګناهونه کوو خو ياد ساتئ! د قيامت په ورځ به زمونږ يو عمل هُم نشي پټيدے، د هر وړوکي نه وړوکے او د غټ نه غټ عمل به وړاندې راوړے شي. الله پاک فرمائي:
فَمَنْ یَّعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَیْرًا یَّرَهٗؕ(۷) وَ مَنْ یَّعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا یَّرَهٗ۠(۸) (پارہ:30،اَلزِّلْزَال:7-8)