Book Name:Insan Khasary Mein Hai
د خليفه عبد الـملک بن مَروان خوا له تشريف راوړو، خليفه اووئيل: اے منصوره! زه تاسو له يو کال وخت درکووم، د يو سوال جواب اولټوئ او راوړئ! هغه سوال دا دے چې د ټولو نه زيات عقل مند څوک دے؟ او د ټولو نه زيات جاهل څوک دے؟ د عبد الـملک بن مروان سوال ئې چې واوريدو نو حضرت منصور بن عمّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه واپس روان شولو، اوس لا د محل دروازې ته نزدې شوے وو چې راواپس شو. عبد الـملک بن مروان اووئيل: واپس ولې راغلې؟ اوئې فرمائيل: جواب ميلاو شو، هغه دا چې د ټولو نه زيات عقل مند کس هغه دے چې نيکئ هم کوي او د الله پاک نه ويريږي هم، او د ټولو نه زيات جاهل کس هغه دے چې ګناه کوي او بيا هم ځان د عذاب نه محفوظه ګڼي. دا عبرتناک جواب چې ئې واوريدو نو عبد الـملک بن مروان په ژړا شو، دومره ئې اوژړل چې په اوښکو ئې جامې لـمدې شوې. بيا ئې اووئيل: اے منصوره! په خدائے مې دې قسم وي! تاسو صحيح اووئيل. بيا ئې اووئيل: اے منصوره! د قرآنِ کريم يو آيت اولولئ! حضرت منصور بن عمّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت مبارک تلاوت اوکړو:
یَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَیْرٍ مُّحْضَرًا ﳝ- وَّ مَا عَمِلَتْ مِنْ سُوْٓءٍۚۛ-تَوَدُّ لَوْ اَنَّ بَیْنَهَا وَ بَیْنَهٗۤ اَمَدًۢا بَعِیْدًاؕ-وَ یُحَذِّرُكُمُ اللّٰهُ نَفْسَهٗؕ-وَ اللّٰهُ رَءُوْفٌۢ بِالْعِبَادِ۠(۳۰) (پارہ:3،آلِ عمران:30)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: (ياد کړئ) په کومه ورځ به چې هر کس خپل ټول ښه او بد اعمال خپلې مخې ته موجود مومي نو خواهش به کوي چې د هغه او د هغه د اعمالو په مينځ كښې څه لرې لرې فاصلے (جوړې) شي. او الله تاسو د خپل عذاب نه ويروي، او الله په بندګانو باندې ډير مهربانه دے (۳۰)
دا آيت مبارک ئې چې واوريدو نو په عبد الـملک بن مروان باندې د الله پاک ويرې غلبه اوکړه، اوئې وئيل: اے منصوره! تا زه اُووژلم. چې دا ئې اووئيل نو راپريوتو او بے هوشه شو. بيا چې کله ټيک شو نو اوئې وئيل: اے منصوره! د الله پاک فرمان دے: