Book Name:Insan Khasary Mein Hai
دې مونږ ته د عمل کولو توفيق رانصيب کړي.
د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِکرِ خير
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! 14 جُمَادَي الاُخریٰ يومِ امامِ غزالي ده، يعنې په دې ورځ د اسلامي تاريخ د يو عظيم ترين شخصيت امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عُرسِ پاک وي، راځئ چې په دې مناسبت سره په مختصر طور د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِکرِ خير اوکړو او واورو:
د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارف
امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پينځمې صدئ مشهور او د اوچتې مرتبې شخصيت دے، هغوئي په 450 هجرئ کښې په طابَرَان، ضلع طُوس، صوبه خُرَاسان کښې دنيا ته تشريف راوړلو. ([1]) د هغوئي، د هغوئي د والد محترم، د هغوئي د نيکه بابا نوم محمد او د وَر نيکه نوم: احمد وو. د هغوئي ځوي امام حامِد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم ماهر عالمِ دِين وو، هم د دوئي په نسبت سره هغوئي خپل کنيت ابو حامِد کيښودو. امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير زبردست عالمِ دين وو، هغوئي په عِلمِ فِقه، علمِ کلام، فلسفه او تصوف کښې کمال مهارت لرلو، د هغوئي د علمي شان او شوکت او وجاهت په وجه د هغه وخت وزيرِ اعظم نِظَامُ المَلِک هغوئي له د زَينُ الدِّين او شَرفُ المِلَّـة لقب ورکړو. د هغوئي يو لقب اِمَامُ البَحر (يعنې د علم او فن امام) هم دے، د هغوئي استاذ امام الحرمين، امام جُوَيني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل: اَلْغَزَالِی بَحْرٌ مُغَدَّقٌ يعنې غزالي د عِلم چپې وهونکے سمندر دے. ([2]) اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فتاوي رضويه شريف کښې امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه