Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

هغه وخت د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه علمي شان او شوکت تر لرې لرې پورې مشهور شوے وو، د ملک لوئي لوئي عالـمان، وزيران، صلاح کاران [يعنې مُشِيران] به د هغوئي درس ته حاضريدل او د عِلم دولت به ئې تر لاسه کولو. ([1])

د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ګوشه نشيني

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په بغداد کښې امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته شهرت نصيب شو، د عِلم په دنيا کښې ئې اوچت مقام نصيب شو خو زړه ئې لا تر اوسه پورې بے قراره وو، نو هغوئي نور کتابونه لوستل شروع کړل، آخر ئې چې کله د تصوف کتابونه اولوستل نو زړه ئې د دنيا نه بيزاره شو، هغوئي ته پته اولګيده چې د الله پاک قرب په مقام او مرتبه او شهرت کښې نۀ بلکې د دنيا نه په مخ اړولو او د زړۀ په اصلاح کولو کښې دے. نو هغوئي شان او شوکت، عزت او مرتبه، اوچت منصب، شهرت او مقبوليت هر څه پريښودل، د صوفيائے کرامو جامې ئې واغوستلې او د مجاهداتو د پاره د شام ملک په لور روان شو. ([2])

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه همت ته اوګورئ! دومره عزت او شهرت، مقام او مرتبه، چې لوئي لوئي عالـمان به ورته د شاګردانو په طور کښيناستل، وزيرانو او مُشيرانو به ئې ادب کولو، دا ټول شان او شوکت يو دم پريښودل آسان کار نه دے بلکې ډير د همت او حوصلې والا کار دے. مونږ په انديښنو کښې پريوځو، مونږ له چې په هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو دعوت راکړے شي، په مدني قافله کښې د سفر خواست راته اوکړے شي، په مدرسـة الـمدينه بالغان کښې د شرکت کولو راته اووئيلے شي نو وايُو: په دکان کښې به څوک کښيني؟ کاروبار به څوک سمبالوي؟


 

 



[1]... فیضانِ امام غزالی، صفحہ:15-22  ملتقطًا۔

[2]... فیضانِ امام غزالی، صفحہ:27خلاصۃً۔