Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

ماشومان به سکول ته څوک بوځي؟ د کور ذمه وارئ به څوک پوره کوي؟ وغيره وغيره په زرګاؤ قِسمه انديښنې مخې ته کيږدو او د نيکو ګټلو او د الله کريم د قرب حاصلولو او د جنت په لاره د تللو نه محرومه پاتې شو. ياد ساتئ! څوک چې د انديښنو بيړئ په ښپو کښې واچوي هغه د ژوند په سفر کښې چرې هم نشي کاميابيدے. ژوند ختم شي خو کارونه نه ختميږي، د مرګ فرښته راشي، کله چې قبر ته کوز کړے شي نو هم هٰغه کارونه کوم چې به ئې په ديني کارونو کښې رکاوټ ګڼل، هم هٰغه شان کيږي، پته نه لګي چې مونږ دا سوچ ولې جوړ کړے دے چې دا دنيا په مونږ باندې آباده ده؟ په زرګاؤ خلق په قبرونو کښې اوده دي، د هغوئي هم دا خيال وو چې زما نه بغير به دا دنيا ورانه شي، که زه نه يم نو زما کور او کاروبار هر څه به ختم شي، بچي به مې د لوږې مړه شي، د کور معيشت، د کور نظام به تباه شي، دنيا چې څنګه ده داسې به پاتې نه شي خو د مرګ فرښته ورله راغله، ساه ئې اودريدله، رُوح ئې اُووتلو، قبر ته کوز شو او ټول نظام هم هٰغه شان اوس هم روان دے. اے د جنّت طلب ګارو اسلامي وروڼو...!! د همت نه کار واخلئ. د انديښنو بيړئ ماتې کړئ! د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ فُتِحَ لَہٗ بَابٌ مِنْ خَیْرٍ د چا د پاره چې د خير دروازه برسيره شي فَلْیَنْتَھِزْہُ نو هغه دې په وردانګلو سره هغه دروازې ته داخل شي فَاِنَّہٗ لَایَدْرِیْ مَتٰی یُغْلَقُ عَلَیْہ ځکه چې هغه ته پته نشته چې کله به دا دروازه بنده کړے شي. ([1])

      اے عاشقانِ رَسُول! *ساه ګانې روانې دي، دا د خير دروازه ده *زمونږه په زړۀ کښې د نيکئ خيال راغلو، دا د خير دروازه ده *مونږ له د نيک کار دعوت راکړے شو، دا د خير دروازه ده *مونږ ته رڼا اوښودلے شوه، دا د خير دروازه ده، اوس انديښنې ختمې کړئ، اوس


 

 



[1]... کنز العمال، کتابِ مواعظ، جز:15، جلد:8، صفحہ:334، حدیث:43127۔