Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

وَ یُحَذِّرُكُمُ اللّٰهُ نَفْسَهٗؕ- (پارہ:3،آلِ عمران:30)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او الله تاسو د خپل عذاب نه ويروي،

د دې څه مطلب دے؟ اوئې فرمائيل: د دې مطلب دا دے چې الله پاک تاسو د خپل ګرفت او عذاب نه ويروي. دا ئې چې واوريدل نو عبد الـملک بن مروان بيا په ژړا شو. بيا چې کله ټيک شو نو پوښتنه ئې اوکړه: د الله پاک فرمان دے:

مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَیْرٍ مُّحْضَرًا ﳝ- وَّ مَا عَمِلَتْ مِنْ سُوْٓءٍۚۛ- (پارہ:3،آلِ عمران:30)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: خپل ټول ښه او بد اعمال خپلې مخې ته موجود مومي.

د دې څه مطلب دے؟ اوئې فرمائيل: د قيامت په ورځ به هره وړه او هره غټه ګناه د بنده مخې ته کړے شي. دا ئې چې واوريدل نو عبد الـملک بن مروان بيا په ژړا شو، تر دې چې بے هوشه شولو، چې کله په هوش کښې راغلو نو اوئې وئيل: په الله پاک مې دې قسم وي! څوک چې په دې آيت مبارک باندې غور اوکړي، بيا هم د الله پاک نافرماني کوي، بے شکه هغه په غټه ګمراهئ کښې دے. ([1])

بنده به ډير شرمنده شي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه بندګان يُو، الله پاک مونږ ته نعمتونه عطا کړي دي، د قيامت په ورځ که الله پاک څه عذاب رانکړي هُم نو بيا هم د خپل دې ګنهګار وجود سره د هغه په حُضُور کښې حاضريدل او د هغه په بارګاه کښې اودريدل هم د شرم د پاره کافي دي. په روايت کښې دي: د قيامت په ورځ به يو کَس د الله پاک په بارګاه کښې حاضر کړے شي. الله پاک به اوفرمائي: تا په فلانکئ ورځ فلانکئ ګناه کړې وه. آيا تا ته معلومه نه وه چې زه ستا د اعمالو نه خبر يم، آيا تا زما ليدل د عامو


 

 



[1]... بستان الواعظین ، مجلس فی قولہ تعالیٰ :یوم تاتی کل ...الخ، حکایۃ عن احد الصالحین، صفحہ:79 ملتقطًا۔