Book Name:Insan Khasary Mein Hai
سوچ کولو دومره اثر اوشو، او مونږ څو څو ګينټې په فضولولياتو کښې بربادوو نو د دې نقصان به څومره وي؟ خو آه! مونږ د غفلت نه نۀ رابيداريږو، افسوس! * د سوشل ميډيا او د انټرنيټ بے ځايه او غلط استعمال * د دنيا محبت * د مال او دولت محبت * د قبر او آخرت نه غفلت * د نوي فيشن اختيارولو شوق * په هوټلو کښې د خوراکونو کولو د شوق کثرت * بس د خوره، څښه او مزې کوه د جهالت نعرې او * د نيکو په کارونو کښې د لم ليټ نه د کار اخستو عادت په شان وخت بربادوونکو کارونو مونږ د غلطې لارې مسافر جوړ کړي يو.
وخت بربادول د مسلمانئ انداز نه دے
اے عاشقانِ رَسُول! يقين اوکړئ! وخت بربادول د مسلمانئ انداز نۀ دے، حضرت شُرَيح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوه کسان په فضول کار اوليدل، اوئې فرمائيل: اَلْفَارِغُ مَااُمِرَ بِہَذَا فارغ کَس ته د دې کار حکم نه دے شوے، د الله پاک فرمان دے: ([1])
فَاِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْۙ(۷) (پارہ:30،اَلَمْ نَشْرَحْ:7)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: نو چې کله ته وزګار شې نو ښه کوشش کوه.
يعنې خپل فارغ وخت په عبادت کښې تيروه، مطلب دا دے چې کله د يو عبادت نه فارغ شې، نو بَل شروع کړه او لږ وخت هم د عبادت نه بغير مه تيروه چې د دنيا د پيدا کيدو اصلي مقصد هُم دا دے. ([2])
زِندگی آمد برائے بندگی زندگی بے بندگی شرمندگی