Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

دې خبرې نه اولګوئ چې که مونږ اوغواړو نو په دې دنيا کښې د پاتې کيدو سره صرف په يو سيکنډ کښې په جنّت کښې وَنه نالولے شو او د دې طريقه هم ډيره آسانه ده. د اِبنِ ماجه شريف د حديثِ پاک مطابق په دې څلورو واړو کلماتو کښې چې يو مسلمان کومه کلمه هم اولولي، د هغه د پاره به په جنّت کښې يوه وَنه اولګولے شي. هغه کلمات دا دي: (1): سُبْحٰنَ لِلّٰہِ (2): اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ (3): لَااِلٰہَ اِلَّا اللہُ (4): اَللہُ اَکْبَر. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په دې باندې غور اوکړئ! زمونږه يو یو ساعت څومره قيمتي دے...!! مونږه د معمولي تَوَجُّه سره، ژبې له د لږ شان حرکت ورکولو سره په يو سيکنډ کښې بلکې د دې نه هم په کم وخت کښې په جنّت کښې وَنه نالولے شو. دا زمونږه د يو سيکنډ قيمت دے او زمونږه دا قيمتي سيکنډونه، منټونه، ګينټې تيريږي، وخت د يوې نِهر [وَالې] په شان بهيږي او مونږه ساعت په ساعت مرګ ته ورنزدې کيږو. په ديرشمه سيپاره، سُوْرَۂ  اِنْشِقَاق، آيت: 6 کښې ارشاد دے:

یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ اِنَّكَ كَادِحٌ اِلٰى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلٰقِیْهِۚ(۶) (پارہ:30،اَلْاِنْشِقَاق:6)          

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: اے انسانه! بيشکه ته د خپل رب طرف ته منډې وهونکے ئې بيا هغه سره ملاقات کوونکے ئې.

   په تفسير نُورُ العِرفان کښې دي: (يعنې) اے انسانه! ستا هره ساه تا مرګ او د رَبّ تعالٰی ملاقات ته نزدې کوي. ([2])

      اوس تاسو غور اوکړئ! د چا چې دومره قيمتي اثاثه چې د هغې په ذريعه د جنّت هميشه باقي پاتې کيدونکي نعمتونه ګټلے شي، هغه اثاثه ساعت په ساعت کميږي او


 

 



[1]... ابنِ ماجہ، کتاب الادب، باب فضل التسبیح، صفحہ:610، حدیث:3807 ۔

[2]... تفسیر نور العرفان، پارہ:30، سورۂ انشقاق، زیرِ آیت:6، صفحہ:707۔