Book Name:Insan Khasary Mein Hai
بهانې مه لټوئ بلکې زر په دې دروازه ورداخل شئ. اوګورئ! د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاره د خير دروازه برسيره شوه، د هغوئي هم اولاد وو، د هغوئي هم کور وو، د هغوئي هم مصروفيات وو بلکې هغوئي زمونږ نه زيات مصروف وو، د هغوئي عزت وو، خلقو به د هغوئي په لور رُجوع کوله، لويو لويو عالـمانو به د هغوئي نه عِلم زده کولو، د جامعه نظاميه د ټولو نه لوئي استاذ هغوئي وو، د وخت بادشاه، د سلجوق سلطنت وزير اعظم هغوئي ته منتونه کول چې حُضُور مه ځئ! خو هغوئي د هيڅ څيز پرواه اونکړه، همت ئې اوکړو، په الله کريم باندې ئې باور اوکړو، هر څه ئې پريښودل او شام ملک ته لاړلو او [هلته] ګوشه نشين [يعنې د خلقو نه ځانله] شو، بيا الله پاک په هغوئي باندې کرم اوکړو، د خپل قرب دروازې ئې د هغوئي د پاره برسيره کړلې او د ولايت اوچته مرتبه ئې ورعطا کړله. صِدِّيقِيَّت د وِلايَت د ټولو نه اوچته مرتبه ده او امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د صِدِّيقِيَّت مرتبې ته اورسيدو.
الله پاک دې په امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې کروړونه رحمتونه نازل کړي او د هغوئي په وسيله دې مونږ ته هم د دين په لاره کښې د قربانو ورکولو، او په نيکو کارونو کښې د ژوند تيرولو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: درس
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په زړه کښې د مدينے د عشق زياتولو، د مدينے يادولو، د مدينے د ذِکر کولو، د ګناهونو او فضولياتو نه د بچ کيدو، د ښه، بامقصده، د سنتو او نيکو والا ژوند تيرولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ او په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق سره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! په دنيا او آخرت کښې به بے شميره برکتونه درنصيب شي. د دعوتِ اسلامي په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: درس هم دے.