Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

د الله پاک نافرماني اوکړه لکه هغه چې د الله پاک سره جنګ اوکړو. ([1]) (3): چې د حق خبرې او د صبر تلقين (يعنې د نيکئ دعوت) ورکوونکے وي چې څوک اګرچه پخپله نيک جوړ شي خو نورو له د نيکئ دعوت نه ورکوي، نور [خلق] د ګناه نه نۀ منع کوي، هغه هم په نقصان کښې دے، عين مـمکنه ده چې کله ګنهګاران په عذاب کښې اخته کيږي نو دا هم په ګرفت کښې راشي.

الله پاک دې مونږ ټولو له د دې دريو صفتونو اختيارولو او ځان د نقصان نه د بچ کولو توفيق راکړي، راځئ چې دُعا اوکړو:

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د سورۀ وَ العَصر تعارف او فضيلتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! سورۀ وَ العَصر د قرآنِ کريم يو مختصر سُورت دے، دا مبارک سورت په مکه مکرمه کښې نازل شوے وو، په دې کښې صرف يوه رکوع، درې آيتونه، 14 الفاظ او اته شپيته [68] حروف دي. ([2]) د حضرت اُبَئ بن کعب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې سورۀ وَ العَصر اولولي، الله پاک به د هغه د پاره په صبر باندې مُهر اولګوي او هغه به د قيامت په ورځ د حق والؤ سره وي. ([3])


 

 



[1]... عُیُون الحکایات، حصہ اوّل، صفحہ:52۔

[2]... تفسیر عزیزی، پارہ:30، سورۂ عصر، جلد:3، صفحہ:274۔

[3]... اسماء سُوَر القرآن و فضائلہا، صفحہ:594۔