Book Name:Insan Khasary Mein Hai
صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: اے کَلدَه! کوم بنده چې حق قبول کړي او ښه کارونه کوي، آيا هغه هم په نقصان کښې وي؟ (يعنې زه چې څنګه په دنيائي تجارت کښې ماهر يم، هم دغه شان ما د آخرت په تجارت کښې هم د عقل مندئ نه کار اخستے دے، ما حق خبره قبوله کړه او په ښو کارونو کښې مصروف شوم، لہٰذا په نقصان کښې زه نۀ، په اَصل کښې تۀ ئې، هم تۀ د نقصان سودا کوې). د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دې ښکلي جواب په تائيد کښې سورۀ عَصر نازِل شو، ([1]) الله پاک اوفرمائيل:
وَ الْعَصْرِۙ(۱) اِنَّ الْاِنْسَانَ لَفِیْ خُسْرٍۙ(۲) اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ تَوَاصَوْا بِالْحَقِّ ﳔ وَ تَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ۠(۳) (پارہ:30،اَلْعَصْر:1-3)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: د زمانے قَسَم (۱) بيشکه انسان ضرور په خساره کښې دے (۲) خو هٰغه خلق چې ايمان ئې راوړو او ښه کارونه ئې اوکړل او يو بل ته ئې د حق تاکيد اوکړو او يو بل ته ئې د صبر وصيت اوکړو (۳)
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ښکلي ښکلي جواب او په دې باندې د نازل شوي سورۀ عَصر نه معلومه شوه چې انسانان ټول په خساره (يعنې نقصان) کښې دي، د دې نقصان نه صرف هٰغه [څوک] بچ کيږي، په چا کښې چې دا درې صفتونه وي: (1): صاحِبِ ايمان وي چې څوک مؤمن نه وي هغه د ځناورو نه هم بدتر دے، هغه خو دنيا ته د راتللو مقصد هم ضائع کړو، بيا هغه د نقصان نه څنګه بچ کيدے شي (2): چې نيک عمل کوي ځکه چې څوک نيکئ نه کوي، ګناهونه کوي، هغه هم په سخت نقصان کښې دے، ګناه خو يو وور دے کوم چې د ژوند قيمتي وختونه اِيره کوي. امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اے اِبنِ آدم! ستا د پاره دې هلاکت وي...! آيا تۀ د الله پاک سره مقابله کول غواړې؟ آو! آو! چا چې