Book Name:Insan Khasary Mein Hai
خلقو د ليدلو نه هم کم اوګڼل...؟ آيا تا له زما نه او زما د فرښتو نه هم حيا نه درتله، آيا تۀ زما د ګرفت نه هم نه ويريدې؟ اے زما بنده! آيا ما تا له د يخو اوبو نعمت نه وو درکړے؟ آيا ستا بدن ته مې طاقت نه وو عطا کړے؟ د دې باوجود تا زما نافرماني اوکړه...؟ بنده به چې د الله پاک دا فرمان واوري نو ډير به شرمنده شي، خولې به ترينه روانې وي، عرض به اوکړي: اے الله پاکه! ما له ستا نه حيا راځي، ما له د دې شرم نه دا آسان دي چې زه وور ته اوغورځولے شم. ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! غور اوکړئ! زمونږه ژوند څومره قيمتي دے، دا مختصر شان ژوند...!! که مونږه دا په نيکو کښې تير کړو نو د جنّت حقدار جوړيدے شو او که مونږه داسې اونکړے شو، د ژوند دا قيمتي ساعتونه مو په فضولياتو يا د ګناهونو په کارونو کښې تيرې کړلې! او د دې په سبب د دوزخ حقدار جوړ شو، د قيامت په ورځ په ګرفت کښې راغلو نو سوچ اوکړئ! دا به څومره غټ نقصان وي...!! هم دغه هغه نقصان دے، د کوم په باره کښې چې الله پاک فرمائيلي دي:
وَ الْعَصْرِۙ(۱) اِنَّ الْاِنْسَانَ لَفِیْ خُسْرٍۙ(۲) (پارہ:30،اَلْعَصْر:1-2)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: د زمانے قَسَم(۱) بيشکه انسان ضرور په خساره کښې دے (۲)
ځکه په مونږه ټولو باندې لازم دي چې مونږه د خپل وخت قدر اوکړو، د ژوند د يو يو ساعت، د يو يو منټ بلکې د يو يو سيکنډ قدر اوکړو.
اوس لکه چې څنګه نيو ائير نائټ (يعنې د کال 2024ء وړومبئ شپه) راتلونکې ده، دا په اصل کښې د شُکر شپه ده، د پښيمانتيا شپه ده، د عبرت شپه ده، کال مکمل شو،
[1]... بستان الواعظین ، مجلس فی قولہ تعالیٰ :یوم تاتی کل ...الخ، سوال اللہ تعالیٰ للعباد، صفحہ:81 ملتقطًا۔