Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَـوَیْتُ سُنَّتَ الاعْتِکَاف    (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم قوم چې په يو مجلس کښې کښيني او په هغې کښې نۀ د الله پاک ذِکر اوکړي، نۀ د هغه په نبي مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود اوليږي نو د قيامت په ورځ به په هغه قوم باندې ذِلَّت او نُحُوسَت [سپيره والے] مُسَلَّط کړے شي. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مجلس معنیٰ ده: د کښيناستو ځائے. يو کَس چې يواځې ناست وي، دا هم مجلس دے، که دوه ناست وي، دا هم مجلس دے، که څلور کسان ناست وي، دا هم مجلس دے، که د 500 اجتماع وي يا د پينځـؤ زرو، دا هم مجلس دے. ځکه چې کله هم په يو مجلس کښې يئ * يعنې يواځې ناست يئ يا د کور والؤ سره * په دکان کښې ناست يئ يا په دفتر کښې * د دوستانو سره يئ يا په ديني اجتماعاتو کښې، غرض په هر يو مجلس کښې د الله پاک د ذِکر کولو او د دُرُودِ پاک لوستلو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به ډير برکتونه درنصيب شي او ورسره ورسره که الله پاک اوغوښتل نو د قيامت په ورځ به د ذِلَّت او رُسوايئ نه هم بچ شئ.


 

 



[1]... مسندِ امام احمد ، جلد:4، صفحہ:773، حدیث:10515۔