Book Name:Insan Khasary Mein Hai
يعنې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زمونږ دې ستاسو په مبارکه زمانه قسم وي...!!
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ...!!
وہ خُدا نے ہے مرتبہ تجھ کو دیا، نہ کسی کو ملے نہ کسی کو ملا
کہ کلامِ مجید نےکھائی شہا تِرے شہر و کلام و بقا کی قسم([1])
وضاحت: اے زما خوږه آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! الله پاک تاسو له داسې کمال اوچته مرتبه درکړې ده چې داسې مرتبه نه مخکښې چا ته ميلاو شوې ده، نه به [ستاسو نه] پس چا ته ميلاو شي، پخپله به ستاسو د شان او عظمت څه وايم، الله پاک په قرآنِ کريم کښې ستاسو د ښار مبارک، ستاسو د کلام مبارک، ستاسو د ژوند مبارک قَسمونه ارشاد فرمائيلي دي.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې نه معلومه شوه چې افضله زمانه هم هٰغه ده کله چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ظاهري طور په دې دنيا کښې تشريف فرما وو. په حديثِ پاک کښې دي: خَيْرُكُمْ قَرْنِي، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ يعنې د ټولو نه بهتره زمانه، زما زمانه ده [يعنې زما د زمانې خلق دي]، بيا هٰغه خلق کوم چې د دې سره د ميلاو زمانې خلق دي، بيا هٰغه خلق کوم چې د دې سره د ميلاو زمانې خلق دي . ([2])
يعنې په اُمت کښې د ټولو نه بهترين خلق د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زمانې والا يعنې صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان دي، بيا تابعين، بيا تبع تابعين، دا درې زمانې د ټولو نه بهترينې زمانې دي.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې نه مونږ ته دا سبق ميلاويږي چې د ټولو نه