Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

مضمون کښې د نعتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اړخ موجود وي. ځکه خو اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

جیسے قرآن ہے وِرْد اس گُلِ محبوبی کا

یوں  ہی  قرآں  کا  وظیفہ  ہے  وقارِ  عارِض([1])

وضاحت: يعنې لکه څنګه چې به خوږ خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په کثرت سره تلاوت کولو، هُم داسې د وقارِ عارِض (يعنې د رُخسارِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعريفونه کول) هم د قرآنِ کريم وظيفه ده.

په سورۀ وَ العَصر کښې د نعتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اړخ څه دے؟ الله پاک فرمائي:

m!F"6                           (پارہ:30،اَلْعَصْر:1) [مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: د زمانے قَسَم.

عَصر په عربئ کښې زمانې ته وئيلے شي او د مفسرينِ کرامو يو قول دا دے چې په دې ځائے کښې د زمانې نه مُراد زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارکه زمانه ده. ([2]) يعنې په دې کښې خو هيڅ شک نشته چې

ہر زمانہ مرے حُضُور کا ہے

البته د دُنيا په تاريخ کښې هٰغه 63 کاله کوم چې زما او ستاسو آقا مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې دُنيا کښې په ظاهري طور تير کړي دي، کله چې فضا د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ښکلو ښکلو ساه ګانو معطره وه، هر ځائے د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نُور باندې روښانه وو، الله پاک د هٰغه 63 کالو قسم ارشاد فرمائيلے دے:

وَ الْعَصْرِۙ(۱)


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:71۔

[2]... تفسیرِ خازن، پارہ:30، سورۂ عصر، زیرِ آیت:1 ،جلد:4 ، صفحہ:466۔