Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

قيامت ډير نزدې دے

       خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږ مخې ته يوه وحشتناکه ورځ ده. قيامت زر نۀ بلکې ډير زر راتلونکے دے، مونږ دا ګڼو چې قيامت ډير لرې دے، اوس هُم ورته دومره صدئ پاتې دي، اوس خو لا زه ځلمے يم، بيا به بوډا کيږم، بيا به څو کاله پس مړ کيږم، بيا به چرته ډيرې صدئ پس قيامت راځي. دا زمونږه خوش فهمي ده. الله پاک فرمائي:

اِنَّهُمْ یَرَوْنَهٗ بَعِیْدًاۙ(۶) وَّ نَرٰىهُ قَرِیْبًاؕ(۷) (پارہ:29،اَلْمَعَارِج:6 ،7)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: بیشکه هغوئي هغه لرې ګڼـي (۶) او مونږه هغه نزدې وِينو (۷)

خلق دا ګڼي چې قيامت لرې دے، الله پاک فرمائي: قيامت لرې نۀ بلکې قيامت خو ډير نزدې دے.

د قيامت خوفناک منظر

اے عاشقانِ رَسُول! قيامت نزدې دے، ډير نزدې دے، آه! هغه خوفناکه ورځ...!! لږ تصور خو اوکړئ! کله چې به حضرت اسرافيل عَلَیْهِ السَّلَام شپيلئ پوکي، د شپيلئ د وحشتناک آواز اوريدو سره به مړي د قبرونو نه راپاڅي، ټول به د محشر ميدان ته جمع کولو د پاره شړلے کيږي، دا زمکه به د اوسپنې په زمکه کښې بدله کړے شي، آسمان به راغونډ کړے شي، نـمر به پاؤ باندې يو ميل په سر ولاړ وي او وور به راوروي، دوزخ به راوستلے شي، د هغه په شا به د ويښته نه نرے، د تورې نه تيرۀ، په توره تيارۀ کښې پل صراط کيښودے شي، د قهر سره به مخ کيدل وي، خلق به په خولو کښې ډوب وي، بعضې به په خپلو خولو کښې غوپې وهي، خدائے قَهّار جَلَّ جَلَالُه به په هغه ورځ داسې غضب فرمائي چې داسې غضب ئې کله هم نه دے فرمائيلے، اُوګږده موده به په داسې حالت کښې تيره شي، بيا به چرته وروستو حساب شروع کيږي.

اوس لږ تصور اوکړئ! په دې حالت کښې به مونږ ته آواز کولے شي: اے