Book Name:Insan Khasary Mein Hai
هغه د هٰغه اثاثے قدر هم نه کوي، د هغه نه به په زيات نقصان کښې څوک وي؟ يقيناً څوک چې د خپل وخت قدر نه پيژني هغه په سخت نقصان کښې دے.
ميوې د وَنې نه ولې راوغورځيدلې؟
حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها وليَّۀ کامِله ده، ډيره نيکه زنانه وه، هغه فرمائي: يوه شپه د پيشمني په وخت ما څه تسبيحات اولوستل، بيا اوده شوم، په خوب کښې مې اوليدله چې يوه شنه وَنه ده کومه چې دومره غټه او ښائسته ده چې بيانول ئې ګران دي، هغې درې قِسمه ميوه کړې وه، ما په دنيا کښې داسې ميوه نه ده ليدلې، بعضې ميوې سپينې وې، بعضې سرې او څه زيړې او ټولې په دې ونه کښې د سپوږمئ او ستورو په شان ځليدلې. فرمائي: زما هغه ونه ډيره خوښه شوه، ما پوښتنه اوکړه: دا د چا ده؟ چا آواز کوونکي اووئيل: دا ستاسو ده او د دې تسبيحاتو بدله ده کوم چې اوس اوس تاسو اولوستل. اوئې فرمائيل: زه د ونې نه ګير چاپيره تاويدم نو اومې ليدل: د طلائي رنګ [یعنې د سرو زرو د رنګ په شان] څه ميوې په زمکه باندې راغورځيدلې دي، ما اووئيل: کاش چې دا ميوې هم د دې ميوو سره په ونه کښې وے نو څومره به ښه وے، جواب راکړے شو: دا هم هلته وې، تاسو د تسبيح لوستلو په وخت سوچ اوکړو چې اښکلے شوي [اغَږلے شوي] وړه به خميره شوي وي که نه، هغه وخت دا ميوې راوغورځيدلې. ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! مونږ ته په دې واقعه باندې د خپل ځان په باره کښې بيا بيا د غور کولو حاجت دے. څومره د عبرت خبره ده...!! حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها په تسبيح [يعنې د الله پاک په ثناء او صفت بيانولو] کښې مصروفه وه، په هغه وخت صرف د لږ وخت د پاره اودريدله او د اښکلے شوو وړو په باره کښې ئې سوچ اوکړو نو د دغه