Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

نيکي اونکړي هغه په سخت نقصان کښې دے. ([1])

ہو رہی ہے عمر مثل بَرْف کم     رَفْتَہ رَفْتَہ، چپکے چپکے، دم بدم

د ژوند اهميت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يقين اوکړئ! زمونږه دا ژوند، زمونږه يوه يوه ساه ډيره قيمتي ده. حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په کَشفُ المَحجُوب کښې ليکلي دي چې په دنيا کښې يوه ساه اخستل د آخرت د زرو ساه ګانو نه بهتره ده. ([2])

اَللہُ اَکْبَر! غور اوکړئ! زمونږه يوه يوه ساه څومره قيمتي ده. امام فخر الـدين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم دا خبره په يو بَل انداز کښې کړې ده، هغوئي فرمائي: تصور اوکړئ! يو کَس زر [1000] کاله ژوندے دے او هغه دا زر کاله ژوند په ګناهونو کښې تير کړو، اوس د هغه سره صرف يو ساعت باقي پاتې دے، يو ساعت پس به هغه مړ کيږي، اوس که هغه په دې آخري ساعت کښې (يعنې د ځنکدن د راتللو نه مخکښې مخکښې) توبه کړي نو د هغه د توبې په برکت د هغه د زرو کالو ګناهونه معاف کيدے شي او هغه د جنّت د هميشه باقې پاتې کيدونکو نعمتونو حقدار جوړيدے شي. ([3])

      د دې نه اندازه اولګوئ! چې د يو درنګ ساعت دومره قيمت دے نو که انسان ټول ژوند په نيکو کښې تير کړي، يو ساعت هم ضائع نه کړي نو د هغه به څنګه څنګه انعامونه نصيب کيږي.

په جنّت کښې وَنه ناله کړئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږه يوه يوه ساه څومره قيمتي ده، د دې اندازه د


 

 



[1]... تفسیر کبیر، پارہ:30، سورۂ عصر، زیرِ آیت:1، جلد:11، صفحہ:278۔

[2]... کَشْفُ الْمَحْجُوب، صفحہ:274 ۔

[3]... تفسیر کبیر، پارہ:30، سورۂ عصر، زیرِ آیت:1، جلد:11، صفحہ:277خلاصۃً۔