Book Name:Insan Khasary Mein Hai
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو دے. ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! په ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړو: مَثَلاً نيت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * په اَدب به کښينم * ښه په تَوَجُّه سره به بيان اورم * څه چې اورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رسولو کوشش کووم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مؤمِن متقي په نقصان کښې نه اوسي
په تفسيرِ عزيزي کښې دي: کَلدَه بن اُسَيد چا ته چې اَبُو اَسد هم وئيلے شي، د مکے مکرمے اوسيدونکے يو کافِر وو دا د جاهليت په دور کښې د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ملګرے وو. د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اسلام راوړلو نه پس يوه ورځ د هغوئي سره ميلاو شو او اوئې وئيل: اے ابو بکر! تۀ په تجارت او سوداګرئ کښې ډير ماهر وې، د خپلې عقل مندئ په وجه به دې هميشه ګټه کوله. اوس په تا څه اوشو؟ تا د خپل پلار نيکه د دِين په مقابله کښې اسلام قبول کړو او دومره غټ نقصان دې اوکړو، د لات او عُزّٰی (يعنې د مکے والؤ د دروغژنو خدايانو، د کومو چې به هغوئي عبادت کولو، د هغوئي) د شفاعت نه نا اُمِّيده شوې.
د دې بے وقوفه يعنې کَلدَه بن اُسَيد خبره چې ئې واوريدله نو حضرت ابو بکر