Book Name:Insan Khasary Mein Hai
دې چې دا سبق مونږ ته ياد پاتې شي او په دې باندې د عمل کولو ذهن مو جوړ شي، ډير ضروري دے. په طبراني شريف کښې دي: دوه صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهما وو، د هغوئي معمول وو چې کله به ئې د يو بَل سره ملاقات کولو نو يو بَل ته به ئې سورۀ وَ العَصر اورولو. ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے معمول دے، کاش چې مونږ هم دا انداز اختيار کړو، کله چې هم د يو بَل سره ملاقات کوؤ، دوه دوستان د يو بل سره ملاقات کوي، پلار او ځوي د يو بل سره ملاقات کوي، د استاذ او شاګرد ملاقات کيږي، د نګران او ماتحت د يو بَل سره ملاقات کيږي نو مونږ يو بَل ته آخرت وريادوو، قرآني آيتونه، حديثونه خاص طور سورۀ وَ العَصر لولو او آخرت رايادوو. د دې په برکت به راته اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ژوند مقصد ياد وي او که الله پاک اوغوښتل نو په دې باندې به د عمل کولو توفيق هم رانصيب شي. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
په سورۀ وَ العَصر کښې د نعتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اړخ
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! هسې خو په سورۀ وَ العَصر کښې اِصلاحي مضامين دي، په دې کښې مونږ ته نصيحت شوے دے، د ژوند اهميت بيان شوے دے، د ژوند مقصد ښودلے شوے دے، په دنيا او آخرت کښې د نقصان نه د بچ کيدو، د کاميابئ موندلو طريقې ارشاد شوې دي، د دې هر څه سره سره په دې مبارک سُورت کښې د نعتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اړخ هم دے.
څومره ښکلې خبره ده...!! که يو سُورت وي، که يو آيت وي، که يوه موضوع وي، که څه خبره وي، د قرآنِ کريم ښکلے ښکلے اسلوب دے چې په هر سُورت کښې، په هر قِسمه