Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: نو څوک چې د يوې ذرّے همره نيکي اوکړي هغه به هغه وِيني (۷) او څوک چې د يوې ذرّے همره بدي اوکړي هغه به هغه وِيني (۸)

خپل وخت په نيکو کښې تيروئ!

اے عاشقانِ رَسُول! اندازه اوکړئ! دومره خوفناکه ورځ مونږ ته مخامخ ده او مونږه ساعت په ساعت قيامت ته نزدې کيږو. آه! د قيامت په ورځ به د يوې يوې لـمحې حساب ورکول وي، که نن مونږه د خپل ژوند قدر اونکړو، دا په تيزئ سره روان وخت...!! که مونږه په دې کښې نيکئ اونکړې، شپه ورځ مو ګناهونه اوکړل او الله دې نه کړي! که د قيامت په ورځ په ګرفت کښې راغلو نو غور اوکړئ! څومره نقصان به مو اوشي...!! څومره نقصان کښې به پاتې شو. آه! چې کله به مونږه د خپل خالق او مالک، زمونږه د پالونکي رَبِّ کريم په بارګاه کښې اودرولے شو، هغه وخت به د شرم او پښيمانتيا نه زمونږه څه حالت وي...!! الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي: چې کله به د قيامت په ورځ د بنده ګناهونه د هغه مخې ته کيښودے شي نو

تَوَدُّ لَوْ اَنَّ بَیْنَهَا وَ بَیْنَهٗۤ اَمَدًۢا بَعِیْدًاؕ- (پارہ:3،آلِ عمران:30)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: نو خواهش به کوي چې د هغه او د هغه د اعمالو په مينځ كښې څه لرې لرې فاصلے (جوړې) شي.

آه! نن چې مونږ خوندونه اخلو او ښه په مزه مزه کوم ګناهونه کوو، نن چې څوک وائي: څه اوکړو عادت مو نه بدليږي. سبا به د قيامت په ورځ ارمان کوي چې کاش! دا ګناه مې نه وے کړے...!! کاش! زما او زما د دې بدو اعمالو ترمينځه اوږده فاصله جوړه شي...!!

بے شکه هغه په ډيره ګمراهئ کښې دي

علّامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يو ځل حضرت منصُور بن عمّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه