Book Name:Insan Khasary Mein Hai
د حکيمُ الاُمَّت په لقب سره ياد کړے دے. ([1]) امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په اسلام باندې اعتراض کوونکي بدمذهبه او کافران په مضبوطو دليلونو سره خاموشه کول، ځکه هغوئي ته حُجَّـةُ الاِسلام (يعنې د اسلام دليل) هم وئيلے شي. هغوئي 55 کاله په دنيا کښې تشريف فرما وو. په 14 جُمَادَی الاُخریٰ، 505 هجرئ ئې د دې فاني دنيا نه سفر اوکړو ([2]) د وفات په وخت ئې د حديثِ پاک مشهور کتاب بخاري شريف په سينه باندې موجود وو. ([3]) علامه اِبنِ جَوزِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سحر راويښ شولو، اودس ئې اوکړو، د سحر لـمونځ ئې ادا کړو، بيا ئې کفن راوغوښتلو، د سترګو سره ئې اولګولو او اوئې وئيل: زما د رَبّ تعالٰی حکم په سر سترګو، دا ئې اووئيل او مخ ئې د قبلې په لور کړو او ښپې ئې اوغزولې. خلقو چې اوليدلو نو وفات شوے وو. د هغوئي مزار مبارک په طُوس، ضلع خُرَاسان کښې په مَقابِرِ غزالي نومې هديره کښې دے. ([4])
د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه علمي مقام
الله کريم په امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې ډير احسان کړے وو، الله پاک هغوئي ته د عِلم شوق، د حق د لټولو کوشش او د الله د قرب حاصلولو شوق عطا کړے وو. د هغوئي عمر مبارک لا صرف 34 کاله وو چې هغوئي د بغداد په مشهوره اسلامک يونيورسټئ جامعه نظاميه کښې د شيخُ الجَامِعَه (يعنې وائس چانسلر) عهدې ته رسيدلے وو. تر څلورو کالو پورې امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په جامعه نظاميه کښې درس او تدريس کولو،