Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

هر قِسمه وړه غټه ګناه خاص طور سندرې او سازونه اوريدل، فلمونه ډرامې کتل، د سوشل ميډيا بے ځايه استعمال، بد نظري، غيبت، چغلي، دروغ، غلط صحبت، د بد مذهبو او د دين نه د بيزارو خلقو سره کښيناستل پاڅيدل، د هغوئي خبرې اوريدل، د هغوئي لټريچر لوستل، دا ټول هغه کارونه دي کوم چې زمونږ ايمان کمزورے کوي، زمونږ په جدول کښې په دې کښې يو څيز هم شاملول نه دي پکار (2): زمونږ په جدول کښې هيڅ يو فضول څيز هم شامليدل نه دي پکار. کوم يو کار چې هم زمونږ په جدول کښې شامل وي، هغه په ديني او دنيائي لحاظ سره فائده مند پکار دے بلکې زه مشوره درکووم چې د يو عاشقِ رسول مفتي صاحب په خدمت کښې حاضر شئ او هغوئي د خپل موجوده حالت او کيفيت وغيره نه خبر کړئ او دا پوښتنه ترينه اوکړئ چې دا وخت په ما باندې څه څه فرض او څه څه واجب دي، هغه چې کوم فرائض او واجبات ارشاد کړي، هغه د خپل روټين حصه جوړه کړئ، بيا د دې نه علاوه نيک کار مثلاً صدقه او خيرات، د مور پلار خدمت، د غريبانانو مسکينانو مدد، د ذکر او درود کثرت، د قرآنِ کريم تلاوت، د خپلو اعمالو جائزه اخستل، نفل لـمونځونه کول، نفل روژې نيول وغيره هغه کار کوم چې ايمان مضبوطوي، هغه هم په خپل جدول کښې شامل کړئ! (3): خاص طور په خپل جدول کښې د نيکئ دعوت ورکول شامل کړئ! که تاسو د درس او بيان صلاحيت لرئ نو درس او بيان کوئ، په کور کښې، په کوڅه کښې، په محله کښې، خپلو بچو ته، خوئيندو وروڼو ته، خپلو خپلوانو ته، د محلې والؤ ته د نيکئ دعوت ورکولو او د ګناه نه د منع کولو عادت اختيار کړئ.

      که مونږ د دې دريو اړخونو لحاظ ساتلو سره خپل شيډول جوړ کړو او د هغې مطابق عمل شروع کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دنيا به مو هم ښه شي او آخرت به مو هم ښۀ شي او که الله پاک اوغوښتل نو مونږ به د نقصان نه په بچ کيدو کښې هم کامياب شو. الله پاک