Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

مونږ لا تر اوسه ژوندي يو، ساه ګانې اخلو، په دې باندې د شُکر ادا کولو شپه ده، آه! تير کال مو په ګناهونو کښې تير شو، په فضولياتو کښې تير شو، څومره وخت مو ضائع کړو، په دې باندې د شرمنده کيدلو، د پښيمانتيا د اوښکو توئيولو، د رَبِّ کريم په حُضُور کښې د توبه تائب کيدو شپه ده، څومره خلق چې تير کال زمونږ سره وو خو نن هغوئي په قبرونوکښې دي، په دې هُم دا د عبرت اخستو شپه ده خو افسوس! دلته خلق په دې شپه نه شُکر ادا کوي، نه د پښيمانتيا نه توبه کوي، نه عبرت اخلي، اُلټا دا شپه د نقصان شپه جوړه کړي. کال خو مو په ګناهونو کښې تير کړو، د لـمونځونو قضا کولو، د الله پاک د احکامو نه د مخ اړولو، په غيبتونو چغليانو کولو کښې مو تير کړو، د بد نګاهئ او خرابو خبرو عادت مو اوس هم جاري دے، د خلقو عيبونه لټولو کښې مو کال تير شو، په مال او دولت پسې په منډو وهلو تير شو، اوس چې نوے کال شروع کيدو والا دے نو *خلق په دې باندې جشن کوي * شرابونه څښلے کيږي * هوائي ډزې کيږي *د وَن ويلنګ په نوم باندې د مرګ سره لوبې کيږي * بعضې بې حيا خلق خو بدکاريانې هم کوي او پته نه لګي چې څه څه ګناهونه کولے شي. آه! د ژوند دا قيمتي وختونه...!! د کومو په ذريعه چې مونږ جنّت ګټلے شو، په نيو ائير نائټ باندې د الله پاک په شُکر ادا کولو، د پښيمانتيا په اوښکو توئيولو  او په عبرت حاصلولو مونږ خپل مستقبل، خپله دنيا او آخرت ښائسته کولے شو خو افسوس! دا شپه نوره د نقصان شپه جوړه کړے شي او بله د افسوس خبره دا ده چې مونږه خپل وخت ضائع کوو، پخپله په خپلو لاسونو باندې خپل نقصان کوو، د دې هډو احساس نه کوو، او اُلټا دې ګناهونو ته د جشن نوم ورکولے شي.

دا دے هغه نقصان، د کوم نقصان په باره کښې چې الله پاک فرمائيلي دي:

اِنَّ الْاِنْسَانَ لَفِیْ خُسْرٍۙ(۲) (پارہ:30،اَلْعَصْر:2)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: بيشکه انسان ضرور په خساره کښې دے (۲)