Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

قيامت به قائم شي او مونږ به د رَبّ تعالٰی په حُضُور کښې پيش کړے شو، بيا به زمونږ نه پوښتنه اوکړے شي چې په دنيا کښې مو څه اوګټل؟ د الله پاک د درکړے شوو نعمتونو مو څومره حق ادا کړو؟ د هر يو نعمت په باره کښې به پوښتنه کيږي. الله پاک فرمائي: ([1])

اِقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَ هُمْ فِیْ غَفْلَةٍ مُّعْرِضُوْنَۚ(۱) (پارہ:17،اَلْاَنْبِیَاء:1)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: د خلقو حساب نزدې راغے او هغوئي په غفلت کښې مخونه اړولي دي.

 

اے رب کے حبیب آؤ! اے میرے طبیب آؤ!      اچھا یہ گناہوں کا بیمار نہیں ہوتا

گو لاکھ کروں کوشش ، اِصلاح نہیں ہوتی پاکیزہ  گناہوں  سے  کِردار  نہیں  ہوتا([2])

ژوند د واورې په شان وِيلې کيږي

اے عاشقانِ رَسُول! خبره واقعئ رښتيا ده چې انسان په نقصان کښې دے، په سخت نقصان کښې دے، په تفسيرِ کبير کښې دي، يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د سُورَةُ الـعَصر د دويم آيت معنیٰ د واورې خرڅوونکي نه زده کړه، هغه آواز لګولو: اِرْحَمُوْا مَنْ يَّذُوْبُ رَاْسُ مَالِہٖ خلقو! په هٰغه کَس باندې رحم اوکړئ...!! د چا سرمايه چې وِيلې کيږي، د هغه د عبرت نه ډَک آواز چې مې واوريدو نو ما اووئيل: دا دے د دې آيت مطلب: اِنَّ الْاِنْسَانَ لَفِیْ خُسْرٍۙ(۲) (پارہ:30، اَلْعَصْر: 2)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: بيشکه انسان ضرور په خساره کښې دے.

يعنې د انسان ژوند هم د واورې په شان وِيلې کيږي، څوک چې په دې کښې


 

 



[1]... تفسیر کبیر، پارہ:30، سورۂ عصر، زیرِ آیت :، جلد:11، صفحہ:278 خلاصۃً۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:163۔