Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
دي. الله پاک دې مونږه په کثرت سره درود لوستلو والا جوړ کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو دے. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ښه نِيَّت بنده جنت ته رسوي، د بيان اوريدو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * په اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو کرامت
د امام جلالُ الدِّين سُيُوطِي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو خادم وو: حضرت محمد بن علي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه. هغوئي فرمائي: يوه ورځ امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته اوفرمائيل: که زما د وفات کيدو نه مخکښې ته زما راز نه ظاهروې نو نن مې د مازديګر لـمونځ په مکه مکرمه کښې د ادا کولو اراده ده. ما عرض اوکړو: آو جي! ټيک ده (يعنې زه به راز نه ظاهرووم). امام سيوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما لاس اونيولو او اوئې فرمائيل: سترګې پټې کړه! ما سترګې پټې کړې. مونږ تقريباً 27 قدمه تلي وو چې اوئې فرمائيل: اوس سترګې اوغړوه! ما چې سترګې