Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
سُبْحٰنَ اللّٰہ! څومره ښکلے شان دے د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! الله پاک دې مونږ ته هم د حديثونو د لوستلو، ليکلو، پوهيدلو او يادولو توفيق رانصيب کړي. حديثونه زمونږ د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې مبارکې نه وتلي لفظونه دي، د حديثونو يو يو لفظ د علم او حکمت سمندر دے، په دې لفظونو کښې تر قيامته پورې د راتلونکو د پاره رڼا ده، نُور دے، هدايت دے. خو افسوس! اوس د حديثونو د لوستلو شوق ورځ په ورځ مسلسل کميږي.
پخوانو خلقو به د حديثونو لوستلو ډير شوق لرلو، هٰغه اوچتو مرتبو والا خلقو ته که به خبر ميلاو شو چې په فلانکي ځائے کښې يو کس دے او هغه ته يو حديث معلوم دے نو هغوئي به صرف د يو حديث لوستلو د پاره کور کلے پريښودو، کاروبار به ئې بند کړو او په زرګاؤ کلوميټره سفر به ئې کولو او صرف د يو حديث لوستلو د پاره به تلل. امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: حضرت ابُو عبّاس مُستَغفري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته خبر ميلاو شو چې په مِصر کښې حضرت ابو حامِد مِصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حديثِ خالد بن وَليد روايت کوي نو هغوئي خپل کور کلے پريښودو، د حديثِ خالد بن وليد اوريدو د پاره مِصر ته لاړو، د حضرت ابو حامِد مِصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شو او د حديث اورولو عرض ئې اوکړو نو هغوئي اوفرمائيل: وړومبے يو کال روژے اونيسه، بيا به درته حديث بيان کړم. د حضرت ابو عباس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حديث اوريدو دومره شوق لرلو چې هغوئي يو کال روژے اونيولې، بيا حاضر شو او د حديثِ خالد بن وليد اوريدو سعادت ئې حاصل کړو. ([1])
سُبْحٰنَ اللّٰہ! دا وو پخواني مسلمانان...!! هغوئي به د حديثونو د لوستلو، اوريدو