Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

حضرت بي بي اُمِّ سُلَيم رَضِىَ اللهُ عَـنْها صحابيه ده، د يو قول مطابق هغه د رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضاعي ترور ده. يو ځل خوږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي کور ته تشريف راوړلو او د کور په يو ګوټ کښې ئې نفل لـمونځ اوکړو، بيا ئې د حضرت اُمِّ سُلَيم رَضِىَ اللهُ عَـنْها او د هغوئي د کور والؤ د پاره دعا اوکړله. هغوئي عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما يو خاص بچے دے (د هغه د پاره خصوصي دعا اوکړئ!) اوئې فرمائيل: هغه خاص بچے څوک دے؟ عرض ئې اوکړو: ستاسو خادِم اَنَس (بن مالِک). هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاره دعا اوکړله: اَللّٰهُمَّ ارْزُقْهُ مَالًا وَ وَلَدًا، وَبَارِكْ لَهُ فِیْہِ اے الله پاکه! اَنَس له مال او اولاد ورکړې او ده ته برکت عطا کړې. ([1])

حضرت اَنَس بن مالک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما له د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې دعا ډيره فائده راکړه، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! الله پاک ما له مال هم ښه ډير راکړو او اولا ئې هم ډير راعطا کړو.

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې خپل اولاد د نيکانو خلقو خوا له بوځو، په هغوئي باندې د خپلو بچو د پاره دعاګانې کوو. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې به ډير برکتونه رانصيب کيږي. الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

77 کَرَته په ويښه د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په امام جلال الدين سُيُوطِي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د الله پاک لوئي کرم وو، هغوئي ته ډير خصوصي نعمتونه عطا کړے شوي وو، په هغې


 

 



[1]... بخاری، کتاب الصوم، باب من زار قومافلم یفطر عندہم، صفحہ:521 ، حدیث:1982 ملتقطًا۔