Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

جو قُدْرت تھی خُدا کی تو علامت تھے جلالُ الدِّین

 د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارُف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! امام جلال الدِّين سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نهمې صدئ هجرئ مُجَدِّد او کامل ولي دے ([1]) * هغوئي په وړومبي رَجَبُ المُرَجَّب، 849 هجرئ د مِصر په قاهِره ښار کښې پيدا شولو او زيات و کم 62 کاله ئې په دې دنيا کښې تير کړل او په 19 جُمادَي الاُولیٰ، سن 911 هجرئ کښې د دې دنيا نه رخصت شولو * د هغوئي نوم: عبد الرحمان * کنيت: ابو الفضل او لقب: جلالُ الدِّين دے. د دريائے نيل په غاړه سُيُوط نومې علاقه وه، هغوئي د هغه ځائے اوسيدونکي وو، ځکه ورته سُيُوطي وئيلے شي. د هغوئي ولادت په لائبريرئ کښې شوے وو، د هغوئي مور محترمه (په کور کښې د جوړې کړے شوې) لائبريرئ نه د کتاب راخستو د پاره تلې وه، هلته د ولادت آثار شروع شول او د هغوئي ولادت هم هلته اوشو، ځکه هغوئي ته اِبنُ الکُتُب هم وئيلے شي ([2]) * د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ محترم هم ډير لوئي عالمِ دين وو، په مدرسه شَيخُونِيَه کښې به ئې سبق ښودلو، د جمات امام هم وو، ډير نيک عبادت ګُزار وو، د قرآن د تلاوت سره ئې ډير شوق وو، په هفته کښې به ئې يو ځل د قرآن ختم کولو ([3]) * امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لا د 5 کالو وو چې د هغوئي والدِ محترم د دنيا نه رخصت شو يعنې هغوئي ماشومتوب مبارک په يتيمئ کښې تير کړو، د هغوئي د والد صاحب د وصيت مطابق شيخ کمالُ الدين حَنَفي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي په خپله نګرانئ کښې اوساتلو او د هغوئي تعليم او


 

 



[1]... اَلْکَوَاکِبُ السَّائِرَہ، جز:1، صفحہ:229 خلاصۃً۔

[2]... اَلنُّورُ السَّافِر، صفحہ:90 ملتقطًا۔

[3]... حُسْنُ الْمُحَاضِرَۃ فی تاریخ مصر و القاہرہ، جلد:1، صفحہ:441، 442  ملتقطًا۔