Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

(رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) چرته دے؟ دا اعلان ئې چې واوريدو نو امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړلو، ډير زيات خلق د هغوئي سره وو. دا نظاره چې مې اوليدله نو زه هم ور وړاندې شوم، سلام مې اوکړو او عرض مې اوکړو: يا سيدي! زه هم ستاسو د ډلې نه يم؟ اوئې فرمائيل: آو! نو زه هم د هغوئي سره روان شوم. د دې سره زما سترګې اوغړيدلې. ([1])

د الله پاک دې په هغوئي رَحمت وي او د هغوئي په وسيله دې زمونږه بے حسابه بخښنه اوشي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

ہم کو اے عطّار سُنّی عالموں سے پیار ہے  اِنْ شَآءَ اللہ! دو جہاں میں اپنا بیڑا پار ہے

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسة الـمدينه بالِغان

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په دې دور کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د علمِ دين عام کولو، [د مسلمانانو] په زړونو کښې د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو، اوليائے کرامو او علمائے کرامو محبت پيدا کولو او اُمَّت د نيکئ د کارونو په لور راغب کولو کښې مصروف دے، تاسو  هم د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره تړون اوکړئ!  په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق سره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې به ډير برکتونه درنصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې  يو ديني کار: مدرَسَۃُ الْمَدینه بالِغان هم دے.

* په حديثِ پاک کښې دي: په تاسو کښې بهتر هغه دے څوک چې قرآن زده کړي او


 

 



[1]... بَہْجَۃُ الْعَابِدِین، صفحہ:274 ملتقطًا۔