Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
شکل کښې (يعنې د جلدونو په لحاظ سره) هم لوستلے شئ او د مختلفو موضوعاتو په لحاظ سره هم د خپلې خوښې موضوع لوستلے شئ * سرچ آپشن [يعنې د لټولو آپشن] هم پکښې موجود دے، د دې په مرسته تاسو په ټول کتاب کښې يا په يو حديث کښې مختلف لفظونه او ټوله جُمله هم لټولے شئ * دغه شان د عربئ لفظونه، د دې ترجمه او په شرح کښې بيل بيل هم لټولے شئ * د علمائے کرامو او د طالب علمانو د پاره په دې کښې د حديثِ پاک د عربئ متن د اِعرابو سره او د اِعرابو نه بغير، په دواړه قِسم د کتلو سهولت پکښې موجود دے * د لوستلو د نوټس Notes محفوظه کولو د پاره د خوښې د حديثونو د Favorite کولو آپشن هم پکښې ورکړے شوے دے * دغه شان په دې ايپلي کيشن کښې مختلف فونټس Fonts او * د حديثونو د شيئر Share کولو سهولت هم ورکړے شوے دے.
هم نن په خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ کړئ! پخپله هم د حديثِ پاک فيضان حاصل کړئ! او نورو ته هم ترغيب ورکړئ!
امام سُيُوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او ديني کتابونه
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د امام جلال الدِّين سُيُوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اصلي ميدان تصنيف او تاليف دے. يعنې هغوئي ډير کار د ديني کتابونو ليکلو کړے دے. هسې خو هغوئي په ځلمي توب کښې کتابونه ليکل شروع کړي وو، البته د 40 کالو په عمر مبارک کښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بالکل يو اړخ ته شوي وو، د دې نه پس هغوئي صرف دوه کارونه اوکړل: کتابونه به ئې ليکل او د الله پاک په عبادت کښې به ئې وخت تيرولو. ([1])