Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

څومره شوق لرلو...!! نن سبا خو بس د خوره، او څښه او مزے کوه شوق پاتې شوے دے. الله پاک دې زمونږ په حال باندې رحم اوکړي. زمونږه آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الله پاک دې هغه کَس تر او تازه اوساتي، څوک چې زمونږ نه يو حديث واوري، هغه ياد کړي او نورو ته ئې اورسوي. ([1])

حضرت زَکَرِيَّا بِن عدّي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حضرت عبد الله بن مُبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس ما هغه په خوب کښې اوليدو او پوښتنه مې ترينه اوکړه: مَا فَعَلَ اللہُ بِکَ [يعنې] الله پاک ستاسو سره څه معامله اوفرمائيله؟ هغوئي جواب راکړو: د حديث د طلب د پاره د سفر په سبب الله پاک زه اوبخښلم. ([2])

دعوتِ اسلامي او د حديث خدمت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د فتنو نه په دې ډک دور کښې ستاسو دعوتِ اسلامي اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د حديثِ پاک په خدمت کښې هم مصروف دے، د الله پاک په فضل او د هغه د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په عطا سره دعوتِ اسلامي د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حديثونو ته رسيدل آسان کړي دي، که مونږ په زړه کښې د حديثونو مبارکو لوستلو شوق لرو نو د دعوتِ اسلامي په برکت سره ډير په آسانئ سره حديثونه لوستلے هم شو او په هغې ځان هم پوهه کولے شو * د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه کتاب: فيضانِ رياض الصالحين. په دې کښې 1896 حديثونه د آسانې ترجمے او تشريح سره درج کړے شوي دي * د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه يو کتاب دے: اَنوَارُ الحَديث (په دې کښي د ايمانياتو او لـمونځ، روژے وغيره په باره کښې


 

 



[1]... ترمذی، ابواب العلم، باب ما جاء فی الحث علی تبلیغ السماع، صفحہ:626، حدیث:2656۔

[2]... شرف اصحاب الحدیث، باب ذکر ما رآہ الصالحون... الخ، جز:3 ، صفحہ:108، رقم:241۔