Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

اوغړولې نو مونږ په مکه مکرمه کښې د جنّتُ الْمَعْلیٰ په دروازه کښې وو، بيا مونږ د اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن حضرت خديجةُ الکُبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د مزار مبارک زيارت اوکړو، بيا حرمِ پاک ته لاړو، طواف مو اوکړو، زَم زَم شريف مو اوڅښلې، بيا د مقامِ ابراهيم په خوا کښې ناست وو، بيا مو د مازديګر لـمونځ اوکړو، د دې هر څه کولو نه پس امام سيوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما (يعنې خپل خادم محمد بن علي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته) اوفرمائيل: که غواړې نو زما سره واپس لاړ شه او که غواړې نو د حاجيانو سره راشه. ما عرض اوکړو: د حضور سره [يعنې تاسو سره] به ځم. مونږ د جنّتُ الْمَعْلیٰ د دروازے پورې راغلو، امام سيوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: سترګې پټې کړه. ما سترګې پټې کړې، لږ وخت پس ئې اوفرمائيل: سترګې اوغړوه! ما سترګې اوغړولې نو مونږ واپس مصر ته رارسيدلي وو. ([1])

جلالِ مِلَّت و شیخِ وِلایت تھے جلالُ الدِّیْن

خُدا کے اَوْلیا میں باکرامت تھے جلالُ الدِّین

ولی سُنتے، پکڑتے، دیکھتے ہیں رَبّ کی قدرت سے

اسی قدرت سے طَے کرتے مسافت تھے جلالُ الدِّین

فاصلے راټوليدل هم يو کرامت دے

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! فاصلے راټوليدل هم يو کرامت دے، دې ته طَـیُّ الْاَرْض (يعنې د زمکې راټوليدل) وئيلے شي. الله پاک خپلو وليانو ته دا شان عطا کوي چې هغوئي په دې دنيا کښې کله هم اوغواړي، چرته هم اوغواړي، د ظاهري اسبابو نه بغير  هلته سفر کوي او هغه سفر کوم چې د عامو خلقو د پاره څو څو ګينټے بلکه د مياشتو


 

 



[1]... اَلْکَوَاکِبُ السَّائِرَہ باعیان المائۃ  العاشرۃ، جلد:1، صفحہ:229 ملتقطًا۔