Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

وړاندې د سوال کولو او د هغوئي د مِنت کولو په ځائے د خپل آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار کښې د اِستغاثه پيش کولو (يعنې هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د وسيلے په طور د مدد د پاره د غږ کولو) عادت جوړ کړو. يقين اوکړئ! چې يقين پوخ وي او بنده د زړه نه غږ اوکړي نو خوږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ضرور کرم فرمائي.

فریاد اُمَّتی جو کرے  حالِ زار  میں      ممکن نہیں کہ خیرِ بشر کو خبر نہ ہو([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

مونږ د امام سُيُوطِي سره محبت لرو

الله پاک دې مونږ ټول د داسې سپيره والي نه محفوظه اوساتي. مونږ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! عاشقانِ رسول يُو، عاشقانِ اولياء يُو، عاشقانِ علماء يُو، د الله پاک په فضل سره زمونږ د ټولو سني عالـمانو سره محبت دے، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د قيامت په ورځ به دا مينه، دا محبت مونږ ته ضرور فائده رارسوي.

د امام جلال الدِّين سُيُوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو شاګرد دے: شيخ جلالُ الدِّين قادري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ، هغوئي فرمائي: د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس ما په خوب کښې اوليدو: لکه چې قيامت قائم شوے وي، ټول د حشر په ميدان کښې راجمع دي، په دې دوران کښې يو اعلان اوشو: مُحَدِّثين (يعنې د حديث د علم ماهران عالـمان) چرته دي؟ د دې اعلان په اوريدو سره ډير زيات علمائے کرام اودريدل او د چرته نه چې حکم اوشو، هغه ځائے ته ئې تشريف يوړلو. بيا اعلان اوشو: شيخ عبد الرحمان سُيُوطِي


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:130۔