Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
صاحب څومره ښکلي ښکلي عادتونه دي، الله پاک دې زمونږه هم داسې ښکلي ښکلي عادتونه نصيب کړي. کاش چې زمونږه هم تقویٰ او پرهيزګاري نصيب شي، کاش چې د نيکو کارونو محبت او د ګناهونو نه نفرت راعطا شي، کاش چې د سنتو محبت رانصيب شي او د نيکانو خلقو د برکتونو حاصلولو موقع رانصيب شي.
د نيکانو خلقو نه د برکت حاصلولو فضيلت
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيکانو خلقو نه برکتونه حاصلول ډير ښکلے عمل دے، مونږ له دا عادت خپلول پکار دي * په قرآنِ پاک کښې د شَعَائِرُ الله [يعنې د الله د نښو] تعظيم ته د زړه تقویٰ فرمائيلے شوې ده او اوليائے کرام هم په شَعَائِرُ الله کښې داخل دي ([1]) *اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د نيکانو خلقو او د هغوئي سره د نسبت لرونکو څيزونو ډير برکتونه دي *د دې په برکت امن نصيب کيږي * آفتونه لرې کيږي * د ګناهونو نه خلاصے نصيب کيږي * په نيکو کښې زړه لګي * د بيمارو نه شِفا ميلاويږي * او يو اهم برکت دا چې کوم بنده د نيکانو خلقو ادب کوي، د هغوئي په خدمت کښې حاضريږي يا د هغوئي سره د نسبت لرونکو څيزونو ادب کوي او برکت حاصلوي، الله پاک هغه هم برکت والا جوړوي.
امام سُيُوطِي د برکت والا شخصيت دے
اوګورئ! د امام سُيُوطِي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادت مبارک وو چې هغوئي به د نيکانو خلقو په خدمت کښې حاضريدلو، د هغوئي په صحبت کښې به کښيناستلو او د هغوئي نه به ئې تَبَرُّک (يعنې د هغوئي او د هغوئي سره د نسبت لرونکو څيزونو نه به ئې برکت)